IQNA

 د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې د هند د مسلمانانو دحقوقو خلاف ورزي محکومه کړه

13:21 - June 21, 2023
د خبر لمبر: 3487504
د مسلمانو عالمانو نړیوالې شورا د یوې اعلامیې په صادرولو سره  په هندوستان کې د مسلمان لږکي دحقوقو خلاف ورزي او دهغوي ځپل په کلکه محکوم کړل.

 ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،په دغې اعلامیې کې راغلی دي،؛ دمسلمانو عالمانو نړیواله ټولنه ، له مسلمانانو سره په تعامل کې دهندوستان دحکومت دتوکمپالو قوانینو تصویبول، د آزادیو منع کول، داعتراضص کونکو مسلمانانووهل ټکول،ورڅخه کرکه کول، ورباندې دباؤ اچول او  توپیري سیاستونه  په سخته محکوم کوي.

دغه ټولنه  د اسلامی امت له رهبرانو، پر نړۍ اغیزشیندونکو، ملګروملتو،او د بشری حقوقو له ټولنو غواړي،  په هندوستان کې دې د مسلمان لږکي څخه ملاتړ ته پورته شي.

په دغې اعلامیې کې دې ته په اشارې سره ې دهندمسلمانان د نشل ختمونې او ویستنې له خطرې سره مخ دي ټينګارشوی دی چې بایدهغه کسان چې د انساان په حق کې دغه جنایتونه کوي،سخت سزا شي.

 د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادئې خبرداری  ورکړچې ددغو سیاستونو دوام  به په درستې نړۍ کې له مسلمانانو سره د دوستانه اړیکو د له مینځه وړلو او د تاؤتریخوالی زیاتیدا لامل شي اودغه اقدامات د هندوستان په مصلحت او  د هغو   د راتلوکي په ګټه نه دي او تاؤتریخوالي او توکمپالنه به ددغه هیواد پر امنیت  او دهغو پر ثبات او غوړیدا منفی اغیزې وشیندي.

 دغه اتحادیې  نړیواله ټولنه ،په تیره بیا ملګری ملتونه او  اسلامی او عربی هیوادونه  د  مسلمانانو او نورو ښاریزو په ضد د ټولو توپیري او توکمپالو  اقداماتو او بڼو دختمیدا لپاره  لازمو تدبیرونو غوره کولو او  له دغو توکمپالو  اقداماتو سره  مقابلې ته وبلل.

د مسلمانو عالمانو نړیواله ټولنه  همداراز له مسلمانو سیاستوالانو،متفکرانو او عالمانو څخه غواړي، دهغه څه دختمیدا لپاره چې  په هندوستان کې د مونږ پر وروڼو خوئيندو تیریږي،له ټولو قانوني آوزارونو سره  اقدام وکړي  او دغه اقدام یو شرعي  واجب او انساني  اقدام  ګڼي.

https://fa.abna24.com/story/1374110  

captcha